د کلیوبیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په ننګرهار کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۵:۸
The Acting Minister of MRRD launched The Relief Effort for Afghan Communities and Households (DISTARKHWAN MILI) from Nangarhar province

د کلیوبیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د سه شنبې پر ورځ(۱۸ لیندۍ) ننګرهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.

په پام کې ده چې ملي دسترخوان پروګرم په دوو پړاوونو کې د هیواد ۹۰ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راولي.چې په لومړي پړاو کې به د هیواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۸۹۶ کلیو کې ۱.۶۷ میلیونه کورنیو د ۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستندویه توکي وویشل شي او په دویم پړاو کې به په ۲۰ زره او۳۹۷ کلیو کې ۲.۵ میلیونه کورنیو ته د ۱۴۰.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستندویه توکي وویشي.

ښاغلي کریمي د یاد پروګرام پرانستغونډې ته وویل:( ملي دسترخوان پروګرم به په لومړي پړاو کې د ۹.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت په ۸ ولسوالیو کې ۱۸۷ زره او ۷۰۳ کورنیو ته مرستندویه توکي و ویشي.)

د پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په وینا د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت په روان کال کې په ننګرهار ولایت کې د ۳۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰۲ پرمختیایي پروژې پلې کړي دي. چې په ترڅ کې یې ۲۷۶۱۳۷ کاري ورځې رامنځته شوې او ۵۸۹۹۳ کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

همداراز په یاد ولایت کې د ا میلیلرد او ۲۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور، اوبورسولو، ترانسپورت او دتجدید وړ انرژۍ په برخه کې ۳۹۲ نورې پروژې تر کار لاندې دي. چې د پلي کیدو په ترڅ کې به یې ۵۲۴۶۶۷ کاري ورځې رامنځته او ۱۱۲۷۱۶ کورنۍ به یې له ګټو برخمنې شي.

سربیره پر دې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ننګرهار ولایت کې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې په بیلابیلو سکتورونو کې ۹۰۶ پروژې په پام کې لري.

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې ۲۲۱ ښوونځي جوړ ول په پام کې دي چې د ۱۵۱ښوونځیو د جوړولو کار نږدې بشپړ شوی او ډیر ژر به ګټې اخستنې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS