په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۶:۸
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د بامیانو ولایت والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي ،د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس مولوي وحيدالله راشد یو شمېر نور مسئولینو، علماء کرامو، سپین‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د يادو شبکو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا (۵۱۱۸) کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS