د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر

mrrd_admin

logo پیژندنه

د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفترپه ۱۳۸۷ لمریز کال کې د یوه ملي پروګرام په توګه د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کې منځ ته راغی او د کلیوالي بې وزلۍ د کچې د ښکته کولو په موخه یې د اوبه خور، اوبو رسولو، ترانسپورت او نورې ټولګټې پروژې پلې کړې دي.

د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر د نړیوالومالي او تخنیکي مرستندویانو په مرسته د کلیوالو وګړو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو نه یوازې دې دفتر په خپلو پروژو سره د کرنیزو ځمکو او باغونو د خوندي کولو لپاره پروژې پلې کړي، بلکې د اوبه خور د منظمو سیستمونو په پلي کیدا سره یې د کروندګرو حاصلات ډیر کړي او د هغوی د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې یې اغیزناکه مرسته کړې ده.

د پروګرام موخې

---- د بیوزلۍ د کچې کښته کول او په کلیو کې د اقتصاد پیاوړي کول

---- د اوبه خور سېستمونو د پرمختیا له لارې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړول.

--- د هغو کرنیزو ځمکو بیا ابادول، چې سیلابونو ویجاړې کړې دي.

 

د پروګرام فعالیتونه:

دا پروګرام په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د تاسیس راهېسې د وزارت د نورو ملي پروګرامونو ترڅنګ لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي.

د څښاک اوبو رسولو په برخه کې د کانالونو او استنادي دیوالونو( سربندونو او مایکرو هایدرو پاور کوچنیو بندونو جوړول)

د ترانسپورټ په برخه کې د سړکونو قېر کول، د سړکونو جوړولو او بیارغوونه، د پلونو او پلچکونو جوړول.

د اوبو رسولو په برخه کې د اوبو رسولو شبکو جوړولو او د څښاک اوبو د څاګانو اېستل. همدا راز دې پروګرام د ټولګټو ودانیو د جوړولو په برخه کې که هم یو شېمر پروژې پلي کړي دي.

لاسته راوړڼې: د سېمه ييزو پروګرامونو د همغږي دفتر د خپل تاسیس له مهاله د ۱۸۲،۵۴۱،۳۱۱ ډالرو په ارزښت په ۳۳ ولایتونو کې۱۳۳۹ پروژې د اوبه خور، اوبو رسولو، ټرانسپورټ او د ټولګټو ودانیو د جوړولو په برخه کې پلې کړي دي. د دې پروژو په پلې کېدا سره ۷،۹۱۸،۷۵۵ کاري ورځې رامنځته شوې دي او ۸،۲۶۹،۰۱۱ کسانو له دې پروژو څخه ګټه اخېستې ده.