د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره دوامداره انرژی

mrrd_admin

پېژندنه
ASERDMRRD

د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دومداره انرژۍ پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د هڅو په پایله کې جوړه او پراختیا ورکړل شوه تر څو لمریزه برښنا د افغانستان کلیوالي سیمو ته چمتو کړي.

د کلیو پراختیا لپاره د دومداره انرژۍ پروګرام به د لمریزې برښنا اسانتیاوې په ۲۰۰ سیمو کې چمتو کړي چې له امله به یې له ۱۹۵۰۰ ډېرې کورنۍ د برښنا له نعمت څخه برخمنې شي او روغتیایي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې به تر لاسه کړي، کورنیو ته له برښنا رسونې پرته به د دوی د اقتصادي- تولیدي فعالیتونو په برخه کې به هم ګټور پرېوځي.

 دغه پروژه به  د پام وړ انرژي او برښنا ته د خلکو د لاسرسي او د حرارتي برښنا له لارې د افغانستان په ۱۹۵۰۰ کورنۍ په ۱۹۴ کلیو کې د ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي. برښنا ته د لاسرسي زیاتول او د پخلي او ګرمولو وسایلو په اختیار کې ورکولو سره به د ښځو او کوچنیانو په مرګ ژوبله کې به هم د پام وړ کموالی راشي. دغه پروژه اووه ډوله پانګونه چې مخکې له دې بریالۍ وه په پراخه کچه به یې مدیریت کړي او همدارنګه به د قانوني سیاستونو او چارچوبونو له لارې به د اصلي ونډوالو ظرفیت لوړ کړي. تمه کیږي چې دغه پروژه د کلیوالي انرژۍ یوه دوامداره تګلاره چمتو کړي چې د پروژې له ټاکلي وخت به هم وغځېږي.

موخې

د پایداره انرژۍ اصلي موخه د کلیوالي اقتصاد پياوړتیا، د انرژۍ خدمات، چاپیریال ساتنه، ټولنیز عدالت او د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ښځو پیاوړي کول دي.

ښو پایلو ته د رسېدو په لار کې دغه پروژه له څلورو لاندنیو برخو څخه جوړه شوې ده:

۱ـ په کلیوالي سیمو کې د برښنایي خدماتو ډېرول: دا برخه په کلیوالي سیمو کې د انرژي خدماتو څارل (برښنا او حرارتي انرژي) په ۱۹۴ کلیوالي سیمو کې چمتو کوي چې  د برښنا د وړو شبکو څخه کار اخلي.

۲ـ د کلیوالي سیمو انرژي پالیسي پراخول: دا به د کلیوالي انرژۍ د پیاوړتیا لپاره یو مناسبه پالیسي رامنځته کړي، چې له فني ستندردونو او چاپیریال ساتنې څخه به ملاتړ وکړي.

۳ـ د کلیوالي انرژي د انتقال لپاره نوی نوښت: پدې انتخاب کې د کلیوالي اقتصادي خدماتو لکه کلیوالي اقتصادي زونونه، د خصوصي پانګې اچونې دیریسک میکانېزم او د ګرځنده تیلیفون له لارې د انرژۍ خدمتونو او د کلیوالي انرژۍ د خدماتو ماډل د پیسو لېږد، تر پوښښ لاندې نیسي.

۴ـ د کلیوالي ټولنو او اړوندو ادارو وړتیاو لوړول: دا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وړتیا لوړولو کې د عامو خلکو د ودې، بانکونو او مالي بنسټونو، څېړنیزو او روزنیزو ادارو لپاره د روزنې ترسره کولو سره مرسته کوي.

د بدلون تیوري

که چیرې کلیوالي انرژې پراختیا ومومي دې سره به  کلیوالي انرژۍ پیاوړتیا پالیسي به پراخه شي او د کلیوالي انرژۍ اغېزناکولو لپاره نوښت لارې چارې به د کلیوالي سیمو وړتیا لوړولو سره د برښنایي خدماتو اداره کولو او ټاکل شويو ادارو وړتیا لوړولو سره پیاوړي شي او په افغانستان کې کلیوالي انرژي زیاتوالی به ومومي.

د کلیو لپاره د پایداره انرژي پروګرام ستراتیژیک پلان

په افغانستان کې د موجوده تجربې پر بنسټ د ننګونو او ستونزو پېژندل، دا پروګرام به یې د درې اړخیز ستراتیژي له لارې وڅاري.

په دوامداره توګه د انرژۍ خدماتو جوړولو لپاره په کلیوالي ټولنو کې د برښنایي زیربناو جوړول ترڅو د برښنایي انرژۍ خدمتونه د مناسب ټکنالوژۍ له لارې چمتو کړي.

په کلیوالو سیمو کې د انرژۍ پوښښ پراخول د اوسنیو اقتصادي فعالیتونو ملاتړ کول چې کولی شي د دوی تولیداتو ته وده ورکړي او همدارنګه په کلیوالي سیمو لکه ښوونځي او روغتونونو کې د عامه خدماتو چمتو کوونکو ته پراختیا ورکول. د کلیوالي انرژۍ پالیسي او د نوي کېدونکي انرژۍ پیاوړتیا او د موډلونو ثبات تامینولو لپاره قانوني چوکاټ.

د کلیوالي انرژۍ لپاره د نوښت ماډل چې د ټولنو، خصوصي سکتور او مالي ادارو د مهارتونو او سرچینو څخه کار اخلي ترڅو بریالي پروګرامونه سره همغږي کړي. دغه سپارل شوي ماډلونه باید د اقلیم له بدلون او انرژۍ لپاره د نړیوال مالي تمویلوونکو میکانېزمونو سره اړخ ولګوي.

سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژه

سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسونۍ پروژه پاکستان او ایران سره  په پوله کې پرتو ولسوالیو ته د اقتصادي پرمختګ، ټولنیز وضعیت ښه والی، زده کړه او روزنه، چاپیریال ساتنه او د عامه پوهاوي په موخه لمریزه برښنا رسوي.

نوموړې پروژه د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۲۵مه نیټه د اقتصاد په عالي شورا کې د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غنی له لوري منظور شوه او د ۲۰۱۸ سپتامبر په میاشت کې یې رسما فعالیتونه پیل شول.

سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژه په ۱۳ سرحدي ولسوالیو (ننگرهار، کنړ، نورستان، هرات، کندهار، هلمند، زابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه، نیمروز او لوگر) کې چی اوسیدونکي یی د برښنا د نه شتون له وجې محرومیتونو سره مخ دي پلي کیږي.

د پروژې د طرحې او ډیزاین تخنیکي چاري ترسره شوي او ټاکل شوې ده چې لمریزه برښنا په درې مختلفو ظرفیتونو ۵۰، ۷۵، او ۱۰۰ واټونو کې د خلکو د ضرورت پر اساس په داسې حال کې ورکول کیږي چې د یوې کڅوړې ۲۰ سلنه لګښت د کورنیو او ۸۰ سلنه یې د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت له لوري ورکړل شې. د یوې جلا سروې له مخې دا جوته شوه چې په پوله کې میشتې کورنۍ له خورا فقر سره لاس په ګریوان دي او نشي کولای چې له ۲۰ سلنه څخه زیات د کڅوړې په لګښت کې برخه واخلي.

د برښنا یوه لمریزه کڅوړه د سولر تختې، بطرۍ، چارج کنترولر، رادیو، تلویزیون، د رڼا څراغونه او اړونده توکو لورنکې ده.

اوس مهال د پروژې د سروې چارې روانې دي چې موخه یی په ټاکل شوو ولسوالیو کې د خلکو د فقر کچه، د برښنا ضرورت، د مصرف کوونکو شمیر او غوښتني، له پروژې څخه مخکې د کورنیو د رڼا او انرژۍ څخه د کار اخیستو زیرمې پیژندل دي چې تر دې مهاله ۵۴ سلنه پلان شوي کورنۍ چي شمیر یې ۲۵۶،۶۶۷ ته رسیږي سروې شوي دي.

د پروژې د مالي او اقتصادي اړخ څیړونکو په خپل مطالعه کې ښودلي چی سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژه یوه اقتصادي پروژه ده چې د خلکو په اقتصاد کې ۲۰.۱۱ ٪ کلنی ګټه رسوي او له نن نه لس کاله وروسته شااوخوا ۱۴۹ میلیونه دالر د خلکو اقتصاد ته ګټه رسوي.

د دې مطالعه په پایله کې IRR، NPV، او BCR ارقام په لاندې جدول کي ښودل شوي دي.

Internal Rate of Return (IRR)

Net Present Value NPV (USD)

Benefit Cost Ratio BCR

20.11%

   149,841,445.62

1.67

د پروژې ټاکلي پایلې:
طمع کیږي چې پروژه به پس له تطبیق څخه لاندې لاس ته راوړنې ولري.
برښنا ته د 556,757 کورنیو لاس رسی

  •  برښنا ته د 3,340,542 وګړو لاس رسی
  •  ټولټال  47 مگاواټه برښنا تولیدول
  •  خلک به له رسنیو سره وصل شي
  •  د ښونې او روزنې په کیفیت کې به ښه والی راشي
  •  ښځو ته به د کور په کارونو کې آسانتیاوې برابرې شي
  •  د سترګو او تنفسي سیستم ناروغیو مخه به ونیول شي
  •  خلک او دولت تر منځ به واټن کم شي
  •  په لریو پرتو سیمو کې به د خلکو ملاتړ ترلاسه شي.

لاسته راوړنې

په لومړي وار د ۳۴۰ کیلوواټ میني ګریډ هیبریډي طرح ۲۰۰۰ کورنیو ته د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کلیوالي سیمو کې پیل کړ.

د څلورو برښنایي فابریکو تدارکاتو طرحه بشپړول (۱ هایډرو او ۳ سولر) انرژي په کې دي ۷۹ کلیوالي سیمو کې ۱۰۰۰۰ کورنیو ته ورکول.

اوبو ګرمولو ۱۷ لمریز توکي په ( ننګرهار، بلخ، او پروان) ولایتونو کې پر ۱۷ روغتیایي مرکزونو ووېشل.

 د افغانستان استاندارد ملي ادارې ته د ۷۹ ستندردونو پیرل او د ملي کولو د پروسې تخنیکي او مالي ملاتړ.

د کلیو د بیارغونې وړ انرژي ستراتیژي جوړول او بشپړول.

د برښنا د تولید لپاره د انرژي تعرفو راټولولو لپاره د ګرځنده ټیکنالوژۍ ډیزاین.

په (هرات، بلخ، پروان او ننګرهار) ولایتونو کې د ګازي نغریو کارولو په تړاو عامه پوهاوي ورکشاپ دایرول.

د پایداره انرژۍ پروګرام دفتر په پارک کې د بادي توربین او لمریز توربین لګول.

د کابل پوهنتون د لابراتوار تجهیزات برابرول او د کابل پلتخنیک پوهنتون کې د کتابتون جوړول.

په امریکایي پوهنتون کې د نوې انرژۍ کورس برابرول.

په کور دننه او له هېواده بهر د روزنیزو کورسونو برابرول.

د پایداره انرژۍ پروګرام دفتر لپاره د ۱۰ کلیو واټ لمریزې برښنا سیستم جوړول.


د برنامې ویب سایټ