پېژندنه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د نوې ستراتیژۍ د دستور العمل او د کلیوالو د بیوزلۍ د کچی د راټيټولو، د ټولنیزی او اقتصادی سطحی د لوړولو او د کلیوالی ټولنې څخه د ملاتړ او حمایت په موخه تاسیس شو.

ستر اداري اصلاحات، بیا رغونه او نوې جوړونه، د افغانستان د کلیوالی خلکو د سترو هیلو او غوښتنو د ترسره کولو په برخه کې د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د نوموړی وزارت کارکوونکی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کلېو د بیا رغونې او پراختیا ریاستونو په تشکیل کې د همکارو مؤسسو سره د ژوندانه په بیلابیلو برخو کې په فعالیت بوخت دي، له همدې امله د نړیوالې ټولنې د مرستو ستره برخه د نوموړی وزارت د ملی پروګرامونو له لارې د هیواد په کلیو کې په اغېزمنه توګه لګول کیږی.

د وزارت تاریخچه

كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د لومړي ځل له پاره په ۱۳۳۳ كال كې د كليو د پراختيا د كميسون تر نامه لاندې د سوداګرۍ د وزارت په اډانه (چوكاټ) كې په كار پيل وكړ. په ۱۳۳۵ كال كې نوموړي كميسيون ته د يوې خپلواكې ادارې په توګه د صدارت عظمى په اډانه (چوكاټ) كې ځاى وركړل شو. وروسته بيا نوموړي كميسيون د كليو د رياست په نامه ونومول شو او په ۱۳۴۵ كال كې يې د كورنيو چارو په وزارت كې په فعاليت پيل وكړ. نوموړي كميسيون په ۱۳۴۸ كال كې له منځه ولاړ او دهغه كاركوونكي د ښوونې او روزنې، روغتيا، كرنې او نورو وزارتونوته وروپيژندل شول او شتمنۍيې د همدغو وزارتونو ترمنځ وويشل شوه.


 

نوموړې اداره يو ځل بيا په ۱۳۴۹ كال كې د سيمه ايزې پراختيا د رياست په نامه منځ ته راغله. د نامه د څوڅوځلي بدلون او د مختلفو ادارو په اډانه (چوكاټ) كې له كاركولو وروسته، په ۱۳۶۳ كال كې دا اداره يو ځل بيا له منځه يوړل شوه. په پاى كې د ۱۳۶۷ كال د ٍغويي د مياشتې په ۲۱ نېټه يې د يو خپلواك وزارت په توګه په كار پيل وكړ. د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت لومړني دوتر (دفتر) د كابل په دارالمان كې و. په ۱۳۸۱ كال كې كله چې د افغانستان انتقالي اسلامي دولت منځ ته راغى د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د نويو پروګرامونو ، پاليسيو او ستراتيژيوسره د افغانستان په كليوالي سيمو كې د بيوزلۍ د كمولو او د ټولنيز خونديتوب د هڅونې له پاره بيا له سره د خدمت ميدان ته را ودانګل. له هماغه وخت راهيسې د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت په جدي توګه اداري اصلاحاتو او تشكيلاتي بدلون ته ملاتړلې ده چې دافغانستان د خلكو د اړتياوو د لرې كولو له پاره خد مت وكړي.

د وزارت ماموریت

د کلیوالی خلکو په تیره بیا د زیانمنونکیو طبقو د ټولنېزې، اقتصادی او سیاسی هوساینې تامین، ټولنیزو خدمتونو او د کوکنارو له کښت پرته د پایدار ژوندانه د کچې د لوړولو او د ټولنیزو خدمتونو له لارې د بیوزلۍ د کچې راټیټول.
د محلی او سیمه ییزې ادارې ځواکمنتیا او پراختیا او په افغانستان کې د یوې مناسبې او اغېزمنې ټولنیزې پالیسۍ تمویل او ترسره کول.

د وزارت لیدلوری

سوکاله، آزاد او خپلواک او له فقر او مخدره توکیو څخه لیری، په ملی واکمنۍ او د دموکراتیکو ارزښتونو په ساتلو سره سمبال افغانستان.
پرآزداۍ مبتني، غښتلې او بسیا، ځان باورې، خودکفا، د متوازن رشد او ټولنیزعدالت درلودونکې او له هر ډول توپیر څخه لیری ټولنه.

د وزارت موخه

سالمه او ځواكمنه ټولنه چې پر آزادۍ، ځان باورۍ، ټولنيز عدالت، دموكراتيكو ارزښتونو او پرمختگ باندې ولاړه او له هر ډول تبعيض څخه آزاده وي.

د وزارت ملي پروګرامونه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د خپلو موخو د تحقق لپاره د وګړو تړون پروګرام، کلیوالی لارو جوړولو، اوبو رسولو او چاپیریال ساتنې، سیمه ییز رشد او پراختیا، د کلیوالی صنایعو پراختیا او پرزیانمننې باندې د څارنې او ټولنیزمصونیت د ملی پروګرامونو له لاری خپلو فعالیتونو ته د ټول افغانستان په کلیو کې پراختیا ورکوي.

د وزارت ستراتیژیک پلان (۱۳۹۶-۱۴۰۰)