وزیر صاحب ژوندلیک

پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ministerPic

د کليو د بيارغونې او پراختيا  وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي، د  هېواد يو متخصص، ژمن، او په کارپوه  کادر دی، چې  په  1356 کال  کې په خوست ولايت کې زيږيدلی. خپلې لومړنۍ زده کړې يې د خوست ولايت د غرغښت په عالي او مرکزي لېسه کې او د ليسانس زده کړې ېې د کابل پوهنتون د کرنې په څانګه کې په کال 2001 کې بشپړې کړې دي.

پوهنمل مجيب الرحمن کريمي  د  ماسټري زده کړې د منطقوي پلان جوړونې او د کليو د پراختيا په برخه کې په 2014 کال کې د ټايلنډ په AITنړيوال پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مخکې له دې چې نوموړي وزارت ته نوماند شي له کورنيو  او نړيوالو ادارو سره  خپل هېواد  او ولس ته د خدمت کولو 16 کلنه  مسلکي تجربه او وياړ لري .

له 2003 نه تر 2007 کاله پورې ېې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون په پروګرام کې  د روزونکي او د وړتيا لوړلو د عمومي مدير په توګه کار کړی.

استاد کريمي له 2007 نه تر 2012 کال پورې د ملګرو ملتونو په مرستندويه دفتر ( يوناما ) کې د سيمه ييز کار کوونکي او د همغږۍ د مسوول په توګه کار کړی دی.

همدا ډول له    2003  کال څخه  د خوست ولايت په  شيخ  زايد پوهنتون کې د استاد او د کرنيز اقتصاد ډيپارتمنت د آمر په توګه د محصلينو په تدريس او د هېواد  ځوان نسل ته د خپلو زده کړو ، تجربو او مهارتونو  په لېږد بوخت  و،چې اوس يې هم د استادۍ کادري حقوق خوندي دي.

په 2015 کال کې د شيخ زايد پوهنتون د رئيس په توګه وټاکل شو او تر 1396 کال  د وږي مياشتې تر وروستيو پورې ېې  د رياست چارې  سمبالولې او ماموريت يې له ګڼو او اغېزمنو  لاسته راوړنو برخمن و، چې تر نورو مهمې يې د تدريس  د کېفيت  د ښه کېدو په برخه کې د  غوره مقام ګټل او د متحده عربي امارتو سره د شيخ زايد پوهنتون د اړيکو بيا پيلول او دوی   له ياد پوهنتون سره مرستو ته هڅول و.

پوهنمل مجيب الرحمن کريمي، په  1396 کال د وږی مياشتې په 30 نېټه  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهورئيس جلالتماب محمد اشرف غني له لوري د حکم په صادرولو سره، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست او نوماند وزير په توګه وټاکل شو او د ياد کال د ليندۍ مياشتې په 13 نېټه  يې د هېواد له ولسي جرګې د باور رايه واخېسته.

همدا ډول  پوهمنل مجيب الرحمن کريمي، په يوشمېر لنډ مهاله روزنيزو او مسلکي پروګرامونو لکه د (ټولنيزو شوراګانو د پراختيا  ستراتيژي او د قانون لېږد)، (د ولايتونو د ستونزو مديريت او پلان جوړونه)، (ټولنيز خوځښت)، (اداره او مسلکي مديريت) او (د تدارکاتو مديريت) کې ګډون کړی دی.