په کونړ کې به ۲۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۹
په کونړ کې به ۲۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي

د کليو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د کونړ له والي محمد اقبال سعید سره په لیدنه کې د ‏یاد ولایت د خلکو ستونزې واوریدې‎.‎

د کونړ والي اقبال سعید وویل، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بېلابیلو پروژو د پلي کېدو په سبب د دولت او خلکو ترمنځ ‏اړیکې نیږدې شوي او د خلکو په ژوند یې ښه اغېزه لرلی دی.‎

ددې ترڅنګ یې د څښاک اوبو، ملي دسترخوان نورو سېمو ته غځولو او ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو غوښتنې د کليو بیارغونې او ‏پراختیا له وزیر سره شریکې کړې‎. ‎

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، امکاناتو ته په پام به د کونړ د خلکو ستونزو ته رسیدګي کیږي او زیاته یې کړه چې په کونړ ‏کې د ۲۰۰ ښوونځيو د ودانۍ جوړول په پلان کې دي، چې په ۳۳ ښووونځيو به ژر چارې پیل شي.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، تر اوسه د ملي دسترخوان له لارې ۱۳ زره کورنیو ته د لومړنیو خوراکي توکي ‏کڅوړې ویشل شوي او په نېږدي راتلکونکي کې به د کونړ ۹۰ سلنه اوسیدونکي له دې پروګرام برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS