په کونړ کې به ۲۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي
د کليو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د کونړ له والي محمد اقبال سعید سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې واوریدې.
د کونړ والي اقبال سعید وویل، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بېلابیلو پروژو د پلي کېدو په سبب د دولت او خلکو ترمنځ اړیکې نیږدې شوي او د خلکو په ژوند یې ښه اغېزه لرلی دی.
ددې ترڅنګ یې د څښاک اوبو، ملي دسترخوان نورو سېمو ته غځولو او ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، امکاناتو ته په پام به د کونړ د خلکو ستونزو ته رسیدګي کیږي او زیاته یې کړه چې په کونړ کې د ۲۰۰ ښوونځيو د ودانۍ جوړول په پلان کې دي، چې په ۳۳ ښووونځيو به ژر چارې پیل شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، تر اوسه د ملي دسترخوان له لارې ۱۳ زره کورنیو ته د لومړنیو خوراکي توکي کڅوړې ویشل شوي او په نېږدي راتلکونکي کې به د کونړ ۹۰ سلنه اوسیدونکي له دې پروګرام برخمن شي.