په کونړ کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۱۳
په کونړ کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی

د نرنګ ولسوالۍ د با ډېل درې اړوند د باج ګل کلي پراختيايي شورا له پاره د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ۴ کيلو متره فرعي سړک جوړول منظور شوي، چې ۴.۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د دې سړک په جوړېدو سره به نږدې ۳۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي. او ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته به ۴۳۲۵ کاري ورځې رامنځته شي. د يادونې وړده چې په نرنګ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فرعي سړکونو جوړولو، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او اوبو لګونې په سکتورونو کې ۵۷ پروژې روانې دي، چې ګڼ شمېر يې بشپړې شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS