په نورستان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د محافظوي دیوال کار بشپړ شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۴:۵۳
په نورستان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د محافظوي دیوال کار بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ په بهاردیس کلي کې د۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۶ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

دغه دیوال د سیمې ۲۷۵ جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ کورونه د سېلابونو له ګواښه خوندي کړل . او له ګټو یې د یاد کلي ۱۱۲ کورنۍ برخمنې شوې چې د کاري جریان پرمهال د سیمې تخنیکي او غیرتخنیکي کاریګرو ته ۱۴۶۷ کاري ورځې هم برابرې شوې.

ولسي تړون ملي پروګرام د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې په مختلفو سکتورونو کې ۶۶ پروژې تطبیقوي، چې سیمه والو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS