په ننګرهار کې د ۲۳۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۸:۲۱
په ننګرهار کې د ۲۳۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په سیدخېل عثمان‌خېل کلي کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارله چې ورسره د شاوخوا ۲۳۰ کورنیو لپاره د نل پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو یاده شوې پروژه د ملایان مېنې د پرمختیايي شورا لخوا تطبیق شوه او د جوړولو چارو یې د اړوندې سیمې د خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS