په سرپل کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په زیر چغت کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه یوه ژوره څاه، د ۵۰ مترو مکعبو په کچه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۷ کیلو متره پایپ، ۳۰ سولري ښیښې او ۲۲ نلکې لري.
یاده دې وي چې د زیر چغت سیمې خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ وو او هر دوبی به په ټانکرونو کې اوبه ورلیږدول کیدې خو اوس د کلي ۴۵۰ کورنۍ له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې او د اوبو د نشتوالي او کموالي ستونزه یې هواره شوه.
