په بامیانو کې د ۴۲۴ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۸:۴۹
ملاقات

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د بامیانو ولایت له والي طاهر زهیر سره د یاد ولایت د ستونزو اوریدو په موخه په خپل دفتر کې ولیدل. د لیدنې په سرکې د بامیانو ولایت والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کارونه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یاد وزارت پروژو د خلکو په ژوند مثبت تاثیر لرلی او ورپسې يې د یاد ولایت ستونزې شریکې کړې، چې د څښاک اوبه، د ولسي تړون ملي پروګرام نورو ولسوالیو ته غځول او د پلونو جوړولو غوښتنې یې مهمې هغه وې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، په بامیانو کې د ۱۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۴۲۴ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي، د دې ترڅنګ د ولسي تړون ملي پروګرام د بامیانو په دوو ولسوالیو ورس او پنجاب کې ۳۹۲ پرمختیایي پروژې لري، چې د ولسي تړون ملي پروګرام په نورو پړاونو کې به د یاد ولایت ټولې ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي . د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو په ۲۰۶ کلیو کې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام کارونه روان دي، چې مېرمنو ته به په کور دننه کاري فرصتونه ایجاد کړي.
د یادوني وړ ده، چې د روان ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په ۱۴ نېټه په بامیانو کې د شهیدانو کلي د اوبو رسولو پروژې چارې د ۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې ۹ کیلومتره اوږدوالی لري او ۲۰۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابروي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۳
Background image

د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د ( ۹،۷۹ ) کیلومتره سړک د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په داسي حال چې د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوی محمد قاسم اميني او د لوگر د کلیو د بیارغونې. . .

BACK TO NEWS