په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې رسماَ پیل شوې.

د یادو شبکو په پرانیست غونډه کې د دایکندي ولایت والي الحاج مولوي تورجان «احمدی»، د وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس انجنیر حبیب‌الرحمن  مبارز، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا ضیاالله «خادم»، د سکتوري ادارو رئیسانو، سپین ږیرو او مخورو ګډون کړی وو.

په دغو شبکو کې د (۴) څاګانو کیندل، د (۲۰ او ۴۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو (۴) ذخیرو جوړول، د (۱۷۵۲۴) مترو په اوږدوالي پايپ غځول، د (۶۰سولر تختو او (۱۹۲) شیردهنونو نښلول شامل دي.

د یادو شبکو د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ (۵۲۳) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د تولیدي شرکتونو په ګډون ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له لوري د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS