د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو په یادو ولایتونو کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه او د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ولس حق دی ترڅو موږ ورته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري.
همداراز محترم وزیر صاحب راغلو میلمنو ته ډاډ ورکړ چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
