د خوست ولایت په مرکز  کې ۴۰۰ کورنیو او ۱۲۰۰ زده‌کوونکو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۹:۳۰
خوست

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د خوست مرکز اړوند  د کنډیو په ستر کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه  د څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د سیمې د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۳ زره  مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول، د ۲۰ زره لېتره په ظرفیت سره د یوې ارتفاعي ذخیرې او د کنډیو دنجونو په ښوونځي کې د یوې بلې ۶  زره لېتره د اوبو ذخیرې جوړول، د ۳۰ سولري تختو او ۸۴  نل‌بندانونو نصبول شامل و.
د یادې شوې پروژې په جوړېدو سره د کنډو د سترکلي د ۴۰۰ کورنیو او د کنډیو د نجونو ښوونځي ۱۲۰۰زده کوونکو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS