د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د معیشت د ودې د پروژې د ارزونې غونډه جوړه شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
تدویر نشست ارزیابی پروژه‌ی رشد معیشت در ساحات مرزی افغان-تاجیک

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین ، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د مرستیال او د یاد وزارت د پروګرامونو د رییسانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د استازو او تاجکستان د جمهوریت د اقتصادي پرمختیا او سوداګرۍ وزارت د معین ، په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مرستیال او په کابل، دوشنبه او توکیو کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې جایکا مسوولینوپه انلاین ګډون سره د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د معیشت د ودې د پروژې د ارزونې غونډه په کابل کې جوړه شوه.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي په دغه غونډه کې وویل چې د لیتاکا پروژې موخه په سرحدي سیمو کې تپلپاتې او عادلانه وده ده او دې پروژې په سیمه کې د اقتصادي پرمختیا سره مرسته کړې او په افغانستان او تاجکستان کې یې کاري فرصتونه ډیر کړي دي ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې لیتاکا په سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ د پرمختیا د زمینې په برابرولو، د عمومي زیربناوو په ښه والي او وړتیا لوړولو کې له کلیوالو سره مرسته کړې ده.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین په وینا یاده پروژه د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د تیرو لاس ته راوړنو او د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې د سیمه ییزو خلکو له اړتیا سره سم دریم پړاو ته پراختیا مومي.

د تاجیکستان جمهوریت د اقتصادي پرمختیا او سوداګرۍ وزارت معین هم لیتاکا پروژه بریالۍ وبلله او د یادې پروژې د کارکوونکو او مالي ملاتړ کوونکو درناوی یې وکړ او ددې پروژې په ټولو تطبیقي اړخونو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې لیتاکا پروژه د نورو ۴ کلونو لپاره غځیدلې ده او په پام کې ده چې د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې خپل فعالیتونه روان وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS