د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې په هکله د ښکېلو کلیدي لورو د نظر اخیستنې ناسته تر سره شوه

mrrd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۰:۱۱
L-PAC Meeting of Afghanistan Rural Energy Market Transformation Initiative Held

د افغانستان د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې په هکله د ښکېلو کلیدي لورو د نظر اخیستنې ناسته د تلې میاشتې په ۲۹مه نېټه د کلیوبیارغونې او پراختیا په وزارت کې تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین، د چاپېریال ساتنې ملي اداري د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیالې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو رییسانو او د انرژۍ سکتور د کلیدي ادارو استازو ګډون درلود.

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین، ښاغلي پوپل حبیبي، په خپله پرانیستونکې وینا کې له ټولو ادارو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام (UNDP) او د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې، څخه مننه وکړه چې ددې پروژې د پروپوزل په چمتو کولو کې یې رغنده رول درلود. ښاغلي حبیبي هیله څرګنده کړه چې یاده پروژه به له زرغون اقلیم صندوق څخه د لازیاتو پروژو د تر لاسه کولو پیل وي. ښاغلي پوپل همداراز د بریښنا ارزښت ته په اشارې سره وویل چې یاده پروژه به د چاپېریال ساتنې او د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو د کمولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي. هغه همداراز له ټولو ښکېلو ادارو څخه د پروژې د پلي کولو په بهیر کې د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه او د وزارت په استازیتوب یې په اغېزناکه توګه د پروژې د تطبیق ډاډ ورکړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین، ښاغلي ادریس ملیار، د خپلو خبرو په ترڅ کې د پروژې ارزښت ته په اشارې سره وویل چې یاده پروژه د زرغون اقلیم له صندوق څخه د راتلونکو پروژو لپاره د بنسټ حیثیت لري. ښاغلي ملیار د پروژې په پلي کولو کې د خپلې ادارې د بشپړ چمتووالي د څرګندولو تر څنګ وویل چې په بریالۍ توګه د پروژې د پلي کولو لپاره اړینه ده تر څو ټولې ښکېلې ادارې نږدې همکاري ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام مرستیالې، آغلې Surayo Buzurukova، د ناستې موخې ته په اشارې سره وویل چې هیله لرو تر څو د ټولو ښکېلو لورو د نظرونو له اخیستلو وروسته په نږدې راتلونکي کې د پروژې عملي کارونه پیل کړو. نوموړې د انرژۍ په سکټور کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د دوامداره ژمنې په اړه د ډاډ څرګندولو تر څنګ وویل چې اړتیا ده تر څو په راتلونکي کې د افغنستان په کلیوالي سیمو کې تر دې لا لویې پروژې د انرژۍ په برخه کې پلې شي.

وروسته، د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د دوامداره انرژۍ برنامې د رئیس ښاغلي محمداجمل شینواري، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د برنامو مسؤولې آغلې نیلوفر ملک او تخنیکي مشاور لخوا د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژې د شالید، موخې، مقصدونو او فعالیتونو په هکله تفصیلي معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.

د ناستې په بله برخه کې د ګډونوالو لخوا مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. په پای کې، د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیالې په ناسته کې د ګډونوالو له فعالې برخه اخیستنې څځه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د پروژې د رسمي پیل شاهدان واوسو.

د یادونې وړ ده چې د کلیوالي انرژۍ د مارکېټ بدلون نوښت پروژه به د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري، د زرغون اقلیم صندوق په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په تخنیکي مرسته د ۵ کلونو په موده کې پلې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې ( ٢٤٤) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د(۶۸) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

BACK TO NEWS