په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پيل شوې.
د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د ولایت معاون مولوي اختر محمد صاحب، د معدن وزارت معین صابري صاحب، د قول اردو درستیزوال قاري انځرګل صاحب، د علینګار ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالهادي، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په هر کلي کې داسې بنسټیزې پروژې پلې کړي ترڅو ګټه یې ولسونو ته ورسیږي او دا ستاسې مسوولیت دی چې له خپلو پراختیایي پروژو څخه په سمه توګه ساتنه وکړﺉ.
په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.