د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د علماوو شورا رئیس مولوي محمد ادریس صاحب، د ولسوالۍ قومندان ملا محمد هاشم محمود، د سپین بولدک ولسوال مولوي رحیم الله محمود، یو شمیر نورو مسولینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: اسلامي امارت هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې زموږ هیواد خود کیفا کوي.

دا پروژه په بیت المال جوړه سوي او پلي شوي ده چې تاسو یې باید ښه ساتنه وکړی.

دغه استنادي دیوال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅی، سوزاده خیل،قاضیانو او ګلان کلیو کې پلي شوی.

د یاد استنادي دیوال په بشپړیدو سره رود خپل مسیر ته واړول شو او د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او د استوګني کورونه د سیلابونو او موسمي بارانونو له خطر څخه خوندي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS