په پکتیکا ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ په سرحدي لوا کلي کې د 3,296,100 افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شبکه کې د 97 مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، د 87 شیردهنونو نښلول او د 30 متر مکعب په ظرفیت سره د ذخیرې جوړول شامل دي چې په بشپړیدو سره يې 87 کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.