په کندز ولایت کې د سړک د جغل اچونې او د پایو پلچکونو د جوړولو چارې رسمأ پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۳:۹
چې

د کلیو د بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ORD مؤسسې له خوا د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د حاجی محب الله خان په کلي کې د ۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو او ورسره د ۱۱ پایو پلچکونو د جوړولو چارې د یادې ولسوالۍ ولسوال، د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د استازو په شتون سره رسماٌ پیل شوې. یاده پروژه د ۱۰۰۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت سره د UNHCR دفتر په مالي ملاتړ سره سرته رسول کيږي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د یاد کلي او ورسره نورو همجواره کلیو ستونزې تر ډيره  حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS