په کندز ولایت کې د سړک د جغل اچونې او د پایو پلچکونو د جوړولو چارې رسمأ پیل شوې
د کلیو د بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ORD مؤسسې له خوا د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د حاجی محب الله خان په کلي کې د ۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو او ورسره د ۱۱ پایو پلچکونو د جوړولو چارې د یادې ولسوالۍ ولسوال، د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د استازو په شتون سره رسماٌ پیل شوې. یاده پروژه د ۱۰۰۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت سره د UNHCR دفتر په مالي ملاتړ سره سرته رسول کيږي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د یاد کلي او ورسره نورو همجواره کلیو ستونزې تر ډيره حل شي.