په پکتیا کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۰۰ متره اوږد کانال جوړ شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۱۰
په پکتیا کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۰۰ متره اوږد کانال جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ اړوند د غونډۍ کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۰۰ متره اوږد او۷۰ سانتی متره لوړ کرنيز کانال جوړ شو.

یاد کانال ۲۷۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۸۷ کورنۍ ترې ګټه اخلي، ددې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۰۳۴ کاري ورځې هم برابری شوې.

د پکتیا شواک ولسوالۍ لپاره د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اوبولګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او ټرانسپورټ په سکټورونو کې ۲۵ پروژې منظور شوي، چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې تکمیل او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS