په ۱۴۰۰ کال کې به په پرمختیایي پروژو کې ولسي ونډه زیاته شي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په ادارې ناسته کې چې د یاد وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي، ادارې معین معراج الدین شمس او ریسانو حضور درلود، وویل، سږ کال به په پرمختیایي پروژو کې د ولسي خلکو ونډه ۱۵ سلنه لوړه شي او هرې پرمختیایي شورا ته چې پروژه تطبیقیږي، باید د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا ته هم جدي پام وکړي. د دې ترڅنګ د شوراګانو په نوې طرزالعمل بحثونه ترسره شول، چې په پایله کې د شوراګانو نوی سیستم جوړیږي، تر څو په نویو شوراګانو کې بیرته راستانه شوي هېوادوال، کوچیان، هغه کلي چې شمېر او نفوس یې زیات شي د لومړنیو خدمتونه د ترلاسه کولو په موخه په نویو شوراګانو کې زیات شي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز په وزارت کې د پروژو د کتنې، څارنې او ساتنې په موخه تخنیکي بورډ هم جوړیږي، چې د پروژو د کېفیت په برخه کې به موثر وي. د یادونې وړ ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت پلان لري، سږ کال په ټول هېواد کې له لس زرو څخه ډېرې پروژې پلې کړي، چې له ګټو څخه به له لسو میلیونه څخه ډېر خلک برخمن شي.