د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
1

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الرحمن تائب صاحب له خوا ورپيژندل شو.

په دې غونډه کې د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الدين تائب صاحب، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مخکینی محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د پلان او  پالیسي مرستیال مولوي شرف الدين مسلم ،مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

دغه جوړه شوې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې په پيل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مخکیني محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب ګډونوالو ته ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: په تیرو شلو کلونو کې د اشغال پر وړاندې له اسلامي امارت سره د ولس همکاري او خدمتونه دا ایجابوي چې اسلامي امارت خپل ولس ته په هره برخه کې خدمت وکړي او د ستړیا احساس ونکړي.

ورپسې د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الدین تائب صاحب په یاد وزارت کې د الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب د کړنو او فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ وویل: زموږ نظام کې صداقت او وفاداري رغنده رول لري او د اسلامي امارت مکلفیت دی ترڅو په محرومو او لرو پرتو سیمو کې خپل ولس ته پراختیايي پروژې پلي کړي.

د غونډې په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب وینا وکړه او وویل:  له نیکه مرغه موږ د داسې نظام شاهدان یو چې ټولې چارې يې د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کیږي او زموږ بریالیتوب د آمرینو په اطاعت کې دی، او کارکوونکو ته يې سپارښتنه وکړه چې خلکو سره ښه چلند او کارونه يې پروخت ترسره کړي.

یاده غونډه د وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم په دعائیې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS