د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس او ولایتي مخورو سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۱۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس محترم حجت‌الاسلام سید حسن فاضل‌زاده او د کابل، میدان وردګ، غور، بامیان، غزني او پکتیا ولایتونو د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

په دې لیدنه کې محترم وزیر د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د اهل تشیع د علماوو او قومي مشرانو رول مهم او ارزښتناک وباله او هغوی ته یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو رئیس او ورسره مل پلاوي د وزیر صاحب جهادي سابقه او د هېواد د بیارغونې او آبادۍ په برخه کې د هغه هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې دوی به د اسلامي نظام د ټینګښت او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

همدارنګه محترم وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د شته امکاناتو او د متوازنې پراختیا د اصل له مخې په ټول هېواد کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو بهیر لا ګړندی کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل. . .

BACK TO NEWS