په ۱۴۰۰ کال کې به په پرمختیایي پروژو کې ولسي ونډه زیاته شي

mrrd-admin
Sun, Apr 04 2021 8:38 AM
په ۱۴۰۰ کال کې به په پرمختیایي پروژو کې ولسي ونډه زیاته شي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په ادارې ناسته کې چې د یاد وزارت د پروګرامونو معین پوپل ‏حبیبي، ادارې معین معراج الدین شمس او ریسانو حضور درلود، وویل، سږ کال به په پرمختیایي پروژو کې د ولسي خلکو ‏ونډه ۱۵ سلنه لوړه شي او هرې پرمختیایي شورا ته چې پروژه تطبیقیږي، باید د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا ته هم جدي پام ‏وکړي.‏ د دې ترڅنګ د شوراګانو په نوې طرزالعمل بحثونه ترسره شول، چې په پایله کې د شوراګانو نوی سیستم جوړیږي، تر څو ‏په نویو شوراګانو کې بیرته راستانه شوي هېوادوال، کوچیان، هغه کلي چې شمېر او نفوس یې زیات شي د لومړنیو خدمتونه د ‏ترلاسه کولو په موخه په نویو شوراګانو کې زیات شي.‏ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز په وزارت کې د پروژو د کتنې، څارنې او ساتنې په موخه تخنیکي بورډ ‏هم جوړیږي، چې د پروژو د کېفیت په برخه کې به موثر وي.‏ ‏ د یادونې وړ ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت پلان لري، سږ کال په ټول هېواد کې له لس زرو څخه ډېرې پروژې ‏پلې کړي، چې له ګټو څخه به له لسو میلیونه څخه ډېر خلک برخمن شي.‏

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS