په بغلان کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۶ کیلومتره کانریټي سړک د جوړولو چارې روانې دي
د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لورې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شفاخانې په سیمه کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نږدې ۱.۶ کیلومتره کانکریټي سړک او اړوندو جوړښتونود جوړولو چارې روانې دي.
ددې پروژې د تطبیق په پایله کې به ۸۰۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو سره به یې د سیمې د ۴۲۰۰ تنو اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
