په ننګرهار ولایت کې د پور او سپما پر کلیوالي اتحادیو مقطعي پانګه ووېشل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍکې د پور او سپما ۵ کلیوالي اتحادیو ته څه دپاسه یو مېليون افغانۍ بلاعوضه مرسته د مقطعي پانګې د دویم قسط په توګه ولیږلې.
د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام تر پوښښ لاندې سیمو کې د اقتصادي چارو د پیاوړتیا، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پیل په موخه د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته بلاعوضه مرسته لیږل کیږي.
