په جوزجان کې ۱۲۰ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د ۱ میلیون او ۳۳۹ زره افغانیو په لګښت د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند په قوچین کلي کې۱۲۰ کلیوالو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.
نوموړې شبکه ۱۶۰۰ متره اوږدوالی، د ۱۰ زره لیټره اوبو په ظرفیت یوه زیرمه او یوه نیمه ژوره څاه لري. دغې شبکې ته ۵ نلکې هم جوړې شوېدي.
د دغه پروژې د کار په بهیر کی ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۹۰۰ کاري ورځې را منځ ته شوې او د جوړیدو کار یې بشپړشوی دی.