د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزيرصاحب د یاد ریاست  کارکوونک ته يې مهمې سپارښتنې وکړې او وویل درسپارل شوي مسؤلیتونو مو په ښه توګه ترسره کړئ او کوښښ وکړئ څو خپلو ولسونو ته چې  په تېره شل کلنه دوره کې به زموږ سر په سر او مال ولاړ وو، په ښه اخلاص او ښه نیت سره خدمت وکړئ او هر هغه کار چې په ښه نیت وي پایله يې هم مثبته وي.

همداراز وزیر صاحب زیاته کړه چې موږ به خپل هېواد په خپلو انجنیرانو او بوديجې سره جوړوو او هېواد به د نورو د احسان نه پوروړی کوو او د غور ولایت د ولسونو ستونزو ته  د خپلو شته امکاناتو ته په کتلو رسېدنه کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS