په تخار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان په یوه جومات کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه یوه ژوره څاه، یوه هسکه د اوبو زیرمه، ۲ کیلو متره پایپ او ۱۸۶ نلکې لري چې د کار په ترڅ کې یې سیمه ییزو خلکو ته ۸۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.
یاده دې وي چې ددې پروژې په بشپړتیا سره ۲۴۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
