په کاپیسا کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۲۴ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په کاکري او امام خیلو کلیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۲۴ کیلو متره کانکریټي سړک او د هغه د اوبو ایستلو د جوړښتنو جوړولو کار روان دی.
د یادولو وړ ده چې ددې پروژې په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې تر بشپړتیا وروسته به یې ۳۵۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شي.