په کابل ولایت کې د د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو لګولو د کانال جوړولو د پروژې کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۱۱:۲۱
په کابل ولایت کې د د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو لګولو د کانال جوړولو د پروژې کار روان دی

په کابل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د جوړولو د پروژې کار د بشپړیدو پر لور روان دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د ده سبز ولسوالي په تره خیلو کلي کې د نږدې ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵۴۹ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو ډبرین او کانکریټي کانال په شپږو برخو کې جوړیږي چې دوه برخې یې بشپړې شوي او پر څلورو نورو برخو یې کار روان دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې د IFAD په اډانه کې تمویل شوې ۵۳۳۵ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۳۵۰۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه چې د انګورو ۵۰ زره نیالګي لري د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS