په خوست کې د سړک د جوړولو د پروژې کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د خوست ولایت د مندوزیو ولسوالي په بیلابیلو کلیو کې د نږدې ۶۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۶.۳ کیلومترو په اوږدوالي پاخه سړک د جوړولو د پروژې کار ۶۰ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په ترڅ کې ۹۴۸۷ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۳۲۴۳ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې بیلابیل کلي یو له بل سره ونښلوي او د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ په لار کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته کړي.
