په لغمان کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ تماین کلي کې د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندې شورا تر منځ د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا شبکه ۹۰ متره ژوره څاه او یوه ۲۰ متر مکعبه زیرمه لري چې په جوړیدو سره به یې د تماین کلي ۲۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.