کندهارکې د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار بشپړشویدی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د محمد نور د پراختیایي شورا لخوا د اوبو لګولو د یوکانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شویدی. ددې کانال اوږدوالی ۱۶۸۰ متره دی چې پر دې کانال شپږ بندونه او ۱۶ د اوبو د وېش دروازې جوړې شویدي. دا کانال د ۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیوپه لګښت او د خلکو دلس سلنې وڼدې په شمول بشپړ شوی چې ۵۸ کورنۍ ترینه ګټه اخلي. د پروژې د جوړولو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۹۵۰ کاري ورځې رامنځته شوي چې د کلیوالو ۱۳۵ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.
