په کونړ کې د شاوخوا ۵۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام او یونیسف ادارې په همغږۍ د (۱۰،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په چناري ، سرکاڼو ولسوالۍ په مسلمآباد او د مرکز اسعد آباد اړوند یارګل کليو کې د څښاک د اوبو درې لمریزې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو رسولو په دغو درېو شبکو کې د اوبو د درېو زیرمو جوړول، د لمریزو تختو، پایپونو او په کورونو کې د ټولټال ۱۷۰ نلکو لګول شامل وو.
د دغو پروژو په ترڅ کې شاوخوا ۳۰۰ کاري ورځې را منځ ته شوې او په بشپړېدو سره یې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.