د کرونا وایروس د مخ‌نېوي یوازینۍ لار عامه پوهاوی دی

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲ - ۱:۲۰
فراه

له کندهار، خوست، بلخ، هرات او بامیان ولایتونو څخه وروسته دا وار د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام ولایتي کارمندانو د فراه ولایت په «سنگروز او باغ کافي» کلیو کې د کرونا وژونکي وایروس د خپرېدا د مخ‌نېوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ.

ولایتي کارمندان د انځوریزو پېغامونو په مرسته کلیوال د عامې روغتیا وزارت له سپارښتونو خبروي او د یاد وایروس د خپرېدا د مخ‌نېوي په لارو-چارو یې پوهوي.

د کرونا وایروس د خپرېدا د مخنيوي په اړه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد د عامې روغتیا د سپارښتنو سره سم په کلیو کې عامه پوهاوی ترسره کوي، چې په څه ډول کلیوال وکولای شي، چې له‌دې وژونکي ناروغۍ څخه ځان او کورنۍ وژغوري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS