هلمند ولایت کې د محافظوي دیوال د جوړولو کار پای ته نږدې دی
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د هلمند ولایت په مرکز لشګرګاه پورې اړونده سیمه فصل بولان بابا جي کې د محافظوي دیوال د پروژې کار ۹۰ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې په یاده سیمه کې د ۲۴۲ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال په پاخه ډول جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۳۹۲۸ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه او کورونه د سیلابونو له زیان څخه خوندي شي او ۱۷۵۰ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.