په ننګرهار کې د يوه استنادي ديوال چارې بشپړيدو ته نږدې شوې دي
د ننګرهار ولايت د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست له خوا د سيميزې همغږۍ پروګرام له بوديجې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د حاجي صاحبانو د کلي استنادي ديوال د جوړيدو چارې ۹۰٪ سلنه بشپړې شوې دي.
ددې ديوال په جوړيدو سره به ۷۰۰ جریبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي دا ديوال چې ۱۷۰ متره اوږدوالي لري د څه باندې ۲ ميليونه افغانيو په لګښت سره جوړيږي.
