په ۲۰۲۱ کال کې؛ د هیواد په اتو ولایتونو کې ۷۲۵ کلي پاک اعلان شو

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۲:۲۵
په ۲۰۲۱ کال کې

په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د ریاست د حفظ‌الصحې او پاکوالي د تعلیماتو څانګې په ۲۰۲۱ کال د سي‌اِل‌ټي‌اِس طریقه د هیواد د اتو ولایتونو د نهو ولسوالیو لکه (د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ، د بامیانو ولایت د وَرس ولسوالۍ، د ډایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ، د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ، د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت د کوټ او بټي‌کوټ ولسوالیو او د پکتیا ولایت د زرغون شهر ولسوالۍ) په بیلابیلو کلیو کې تطبیق کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې د حفظ‌الصحې او پاکوالي د تعلیماتو د څانګې د سي‌اِل‌ټي‌اِس ټیمونو وکولی شول چې د پورته ذکر شویو ولسوالیو ۷۲۵ کلي له ناوړه دود او چټلیو څخه پاک اعلان کړي او د کلیو خلک يې وهڅه ول چې په خپلو کورونو کې ۷۴۲۴ مبرزونه جوړ او ۱۳۸۷۷ نور پخواني مبرزونه اصلاح کړي

په دې سربیره، د سي‌اِل‌ټي‌اِس ټیمونو همدارنګه د پورته ذکر شویو ولایتونو په نهو یادو شویو ولسوالیو کې د ښځینه روغتیايي ګروپونو (FHAGs) شاوخوا ۴۵۲۶ تنو غړو او  ۲۵۴۹ د ټولنې مشرانو ته د حفظ‌الصحې او پاکوالي د اهمیت په باب د عامه پوهاوي روزنې ورکړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS