په بلخ ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په آق تپه کلي کې د (۸۴۱۹۱) امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شبکه کې د (۴۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د (۵۳۴۷) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۱۶) سولر تختو او (۲۲۵) شیردهنونو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړي کلي (۴۰۷) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
