په ۲۰۲۱ کال کې؛ د هیواد په اتو ولایتونو کې ۷۲۵ کلي پاک اعلان شو

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۷:۵۵
په ۲۰۲۱ کال کې

په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د ریاست د حفظ‌الصحې او پاکوالي د تعلیماتو څانګې په ۲۰۲۱ کال د سي‌اِل‌ټي‌اِس طریقه د هیواد د اتو ولایتونو د نهو ولسوالیو لکه (د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ، د بامیانو ولایت د وَرس ولسوالۍ، د ډایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ، د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ، د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت د کوټ او بټي‌کوټ ولسوالیو او د پکتیا ولایت د زرغون شهر ولسوالۍ) په بیلابیلو کلیو کې تطبیق کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې د حفظ‌الصحې او پاکوالي د تعلیماتو د څانګې د سي‌اِل‌ټي‌اِس ټیمونو وکولی شول چې د پورته ذکر شویو ولسوالیو ۷۲۵ کلي له ناوړه دود او چټلیو څخه پاک اعلان کړي او د کلیو خلک يې وهڅه ول چې په خپلو کورونو کې ۷۴۲۴ مبرزونه جوړ او ۱۳۸۷۷ نور پخواني مبرزونه اصلاح کړي. 

په دې سربیره، د سي‌اِل‌ټي‌اِس ټیمونو همدارنګه د پورته ذکر شویو ولایتونو په نهو یادو شویو ولسوالیو کې د ښځینه روغتیايي ګروپونو (FHAGs) شاوخوا ۴۵۲۶ تنو غړو او  ۲۵۴۹ د ټولنې مشرانو ته د حفظ‌الصحې او پاکوالي د اهمیت په باب د عامه پوهاوي روزنې ورکړې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

کار ساخت یک پل در ولایت زابل آغاز شد

کار ساخت یک پل به طول (۴۰) متر در قریه جعفر علی خیل ولسوالی شاجوی ولایت زابل به مصرف (۱۷٫۵) میلیون افغانی توسط محترم الحاج مولوی عبدالرحمن حلیم معین مالی و اداری وزارت احیاء و انکشاف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

کار ساخت (۲،۰۸۹) کیلو مترسرک جغل‌ فرش در مربوطات ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان آغاز شد

کار ساخت  (۲،۰۸۹)  کیلو متر سرک جغل‌ فرش از منطقه واینگل الی اولیا بالای ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان به مصرف حدود (۲۰) میلیون افغانی توسط محترم الحاج محمد ارسلاح خروتی معین امور آبادی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

معین امور آبادی دهات وزارت احیاء و انکشاف دهات از روند کار پروژه ‌های انکشافی در ننگرهار نظارت نمود

محترم الحاج محمد ارسلاح خروتی، معین امور آبادی دهات وزارت احیاء و انکشاف دهات، در جریان سفر کاری خود به ولایت ننگرهار، از روند کار شبکه آبرسانی در شهرک مهاجرین عودت‌کننده این ولایت و. . .

BACK TO NEWS