په کونړ کې د ۹۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیایي پروژو کار پیل او بشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲.۱۴ کیلومتره بولډروال د جوړولو چارې بشپړې شوې، او د ۹۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۸۶۷کیلومتره بل دیوال د جوړولوکار پیل شو.
د بشپړې شوې پروژې په مټ ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه بیا ژوندۍ شوې او د نوې پروژې به بشپړیدو به ۶۰۰ کرنیزه ځمکه د ګټې اخستو وړ وګرځي.
باید ووایو چې د کونړ سیند په غاړه پرتې کرنیزې ځمکې او استوګنځایونه هر کال د سیند د راختو له امله سختې زیانمنې کیږي او خلکو ته ډیر ځاني او مالي تاوانونه اړوي.خو اوس د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیند څنډو ته د استنادي دیوالونو په جوړولو سره هڅه کوي چې د هیواد داوبو د مدیریت تر څنګ ددې سیمو ناکرنیزې ځمکې بیا ژوندۍ کړي او ددې ولایت د اوسیدونکو د زراعتي پیداوار په لوړولو سره د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وګرځي.
