په کونړ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۳:۵۰
په کونړ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کونړ ولایت د وټپور ولسوالي په قمچۍ کلي کې کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۳۲ متره پوخ محافظوي دیوال د جوړولو کار ۹۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۹۸۴ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې نیغ په نیغه ترې د سیمې ۹۳۸ تنه اوسیدونکي ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته د ځايي بزګرانو لسګونه جریبه کرهڼیزه ځمکه او ګڼ شمیر کورونه د نیزونو له ګواښه خوندي کړلی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS