په کونړ کې د استنادي دیوال د جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په کونړ ولایت د وټپور ولسوالي په قمچي کلي کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۳۲ مترو په اوږدوالي پوخ استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال به ۹۶۱۱ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه او کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.