په کونړ ولایت کې ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کوز چیناري پراختيايي شورا لپاره د څښاک د پاکو اوبو شبکه منظور شوې وه، چې دغه شبکه د ۳۰ زره لېتره اوبو ظرفيت لري او د ۱۳ نلکو په واسطه د کوز چيناري کلي ۲۰۶ کورنيو ته پاکې اوبه ورکوي.
پر دغه شبکه د ولسي خلکو د لس سلنه ونډې په ګډون ۲.۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ورکړل شوی. ددې شبکې د جوړېدو په ترڅ کې ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۲۳۴۵ کاري ورځې رامنځته شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فرعي سړک جوړونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمریزې برېښنا او اوبو لګونې په سکټورونو کې ۳۵ پروژې روانې دي، چې یو شمېر يې بشپړې او پاتې هغه به يې په نږدې راتلونکې کې له تکميدلو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
