په کنړ کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له سپماګروپونو سره د غړیتوب په اړه روزنه ورکړل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په ۹ کلیو کې د ۹۸ ګروپونو ۱۲۳۳ غړیو له سپماګروپ سره د غړیتوب په اړه روزنې ترلاسه کړلې.
په دې روزنو کې چې دوه ورځې یې دوام درلود، دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د موخو، په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو او د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پیسو د سپمولو موضوعات د روزنې برخوالو ته تشریح شول.
همدا راز د پروګرام لهخوا د روزنو په پای کې د دې ولسوالۍ تازه تاسیس شویو سپماګروپونو ته د پیسو د سپمولو په موخه د ۳۰۰ بکسونو وېش هم ترسره شو.